ملګري ملتونه: د افغانستان ټاکنې دې په خپل ټاکلې وخت تر سره شي

د ملګرو ملتونو دفتر یا يوناما او له ټاکنو د مهمو مرستندویه هېوادونو د سفیرانو د ملاتړ ډلې په خپل وخت د افغانستان د پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کولو غوښتنه وکړه. په کابل کې د يوناما مطبوعاتي دفتر له لوري په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ياده ډله کې اروپايي ټولنه، ډنمارک، جرمني، جاپان، بريتانيا، امريکا، ناټو، د ملګرو ملتونو دفتر او نور شامل دي. سرچينې زياته کړې چې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره دوى د افغان دولت مسووليتونه او دسياسي قشر پياوړې ارادې ته متوجه دي. په خبرپاڼه کې راغلي، د ټاکنو د ملاتړ ډله او نړیواله ټولنه ژمنه ده چې د افغانستان له ټاکنیزو ادارو د پر وخت، با اعتباره او شفافو ټاکنو د تر سره کولو په موخه ملاتړ کوي. په خبرپاڼه کې راغلي، ټاکنې د افغانانو تر مالکیت لاندې یوه ملي پروسه ده چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې د بنسټونو په ګډون ټول ښکیل اړخونه په دې برخه کې همکار دي.

ټاکل شوې ده چې پارلماني ټاکنې د روان زېږديز کال په جولاى مياشت کې ترسره شي.