مه کوه په چا ،چې وبه شي پرتا ؛ هند دپاکستان سره ټولې پولې تړي

هند تر ۲۰۱۸ کال پورې له پاکستان سره خپلې ټولې پولې تړي

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د کورنیو چارو وزیر رجنات سنګـه تیره ورځ د پوله ساتو ځواکونو په یوه غونډه کې ویلي، پر داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې تر ۲۰۱۸ کال پورې له پاکستان سره ټولې پولې وتړل شي.

هغه هندي ځواکونو ته ویلي چې په پاکستان کې ترهګر د پیاوړي کېدو په حال کې دي نو هندي ځواکونو ته په کار ده چې د هر ډول احتمالي تهدید پر وړاندې تیار وي.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې شوي دي او د اوبو پر سره شته ستونزه تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته هم کومې پایلې ته نه ده رسېدلې.

د هند د کورنیو چارو وزیر ویلي چې د خپل هېواد د امنیت خوندیتابه ته جدي پاملرنه کوي او اجازه به ور نه کړي چې پاکستاني ترهګر د هند پولو ته د ننه شي.