نصیحتونه او حقیقتونه

له بې ځایه خبرو تېر شئ، دومره خبرې د ځان لپاره بس وګڼئ، چې یوازې کارونه مو پرې سرته ورسوئ. «حضرت محمد(ص)فرمایې، هر کله، چې دوو کسانو خبرې کولې، نو خپلو خبرو ته یې پرېږدئ او په کې کار مه لرئ. «حضرت محمد(ص)» دې ته مه ګورئ، چې خبرې کوونکي څه ډول دي او څه ډول جوړښت لري، بلکې دې ته وګورئ، چې هغه څه ډول خبرې کوي. « علي رض» په هر تالار او صالون کې، چې ستا خبرو ته کوم کسان ډېرې چکچکې وهي، نو پوه شه، چې همدغې کسانو ستا خبرو ته د نورو په پرتله غوږ کم نیولی دی. «آندره ژیدِ» خبرې کول یو ډول اړتیا ده او غوږ نیول بیا یو هنر دی. «ګوېټهِ» لقمان حکیم صیب به خپل زوی ته ویل، چې کله د خبرې کولې نو مینه ورسره په پام کې نیسه(پرته له مینې خبرې مه کوه) «لقمان حکیم» دوه مخي، دوه ډوله خبرې کوونکي او جاسوسان له ځانونو څخه مه جوړوئ. « د هغه کس خبرې ومنئ، چې خبرې یې له تجربو ډکې وي. «انتوني رابنز» خبرې کېدای شي ناسمې او بې ځایه جوړې شوې وي، اما هغه، چې ريښتیا له زړه څخه راوځي هغه طبیعي آه دی. «انتوني رابنر» هغه کسان، چې ډېرې خبرې کوي او هغه، چې هېڅ خبرې نه کوي دواړه ستونزې یا ناروغۍ لري او د باور وړ نه دي او هغه کسان باوري او سم دي، چې په اندازه خبرې کوي یعنې نه له کچې لږ خبرې او نه له کچې زیاتې خبرې کوي.