ننګرهار او بلخ عامې روغتيا رئيسان تغير او تبديل شول

د عامې روغتيا وزارت په لزومديد د ننګرهار عامې روغتيا رئیس ډاکتر نصير احمد درانی بلخ او د بلخ عامې روغتيا رئیس ډاکتر خليل حکمتي ننګرهار ته په موقت خدمتي ډول تغير او تبديل شول.

په همدې موخه د غبرګولي په لومړۍ د جلال اباد ښاروالۍ مېلمستون کې ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ته په داسې حال کې چې د ولايت مرستيال تميم عارف مومند او يو شمېر نورو مسئولينو هم شتون درلود د عامې روغتيا وزارت د بشري سرچينو رئیس له لوري د ننګرهار عامې روغتيا نوی رئيس ډاکتر خليل حکمتي ور وپيژندل شو او د نوموړي د ګمارنې مکتوب يې ور سره شريک کړ.

د عامې روغتيا د بشري سرچينو رئيس ډاکتر محمد داود عظيمي وويل، چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو لايحې مطابق يې د لزومديد له مخې د ننګرهار عامې روغتيا رئیس نصير احمد درانی بلخ ولايت ته او د بلخ د عامې روغتيا رئيس يې ننګرهار ته په موقت خدمتي ډول تغير او تبديل کړي دي.