ننګرهار کې د داعش ډلې د یو نظامي مسؤل په ګډون ۹ غړي وژل شوي

د ننګرهار رسنیو له د فتر په خپره شوې خبرپاڼه  کې راغلي چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ په اغزو او داودزي سیمه  کې ځانګړي عملیات ترسره کړي چې د داعش ډلې د نظامي مسئول او یو قوماندان په ګډون پکې نهه غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وایي، ځانګړو ځواکونو د چپرهار ولسوالۍ  په اغزو او داودزۍ سیمو کې د داعش ډلې په یو مرکز عملیات ترسره کړي چې د داعش ډلې نظامي مسئول ډاکټر بلال او د دې ډلې مهم قوماندان ابوبکر سره د اوو نورو ملګرو وژل شوي دي چې د وژل شویو داعشیانو جسدونه هم په سیمه کې پاتي دي.

د خوګیاڼی د معلوماتو له مخې  د داعشیانو په یاد مرکز کې شپني توربین یو شمېر وسلو او مهماتو ترڅنګ د داعش ډلې مهم اسناد او لاسې بمونه هم له منځه وړل شوي دي په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

د یادوني وړده، چې له دې وړاندې هم د ملي امنیت ځانګړو په ځینو ولسوالیو کې په شپنې عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې  د داعش ډلې غړي وژل شوې او ځیني مرکزونه یې هم له منځه وړل شوي دي.