ننګرهار کې پولیسو دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل

ننګرهار امنیه قوماندانۍ پولیسو د سره رود ولسوالۍ په دورخي سیمه کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه تښتول شوي کسان د تښتوونکو له منګولو ازاد او د تښتوونې په تور یې یو تن ونیول شو .

د سمیر او پاچا په نومونو دوه تنه د تېرې چهارشنبې په شپه د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند بختان سیمې څخه د یوې سراچې ډوله موټر په وسیله د تښتوونکو له لورې تښتول شوي وو،چې د کورنۍ غړو څخه یې د خلاصون په بدل کې سل زره امریکایي ډالر غوښتل او د نه ورکړې په ترڅ کې ورته د دواړو د وژل کېدو ګواښ هم کړی وو.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ منسوبینو نن د وږې په دیرشمه د اطلاعاتو له مخې د سره رود ولسوالۍ په دورخي سیمه کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې یا دوه تنه چې په یو کور کې په ځنځیرونو تړل شوي وو،د تښتوونکو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته یې وسپارل .

همدا راز د انسان تښتوونکو له ډلې څخه د نظر محمد په نوم یو تورن هم د پولیسو له لورې نیول شوی،چې پخپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی .

د یو بل خبر له مخې د جلال اباد ښار اتمې ناحیې اړوند بهسودو پل په سیمه کې امنیتي ځواکونو د پلټنې پر مهال په یو سراچه موټر کې ځای پر ځای شوي ۵ میله کلاشینکوفونه ونیول .

د یادو وسلو په تور نیول شوو دوو تنو د خپلو اعترافاتو پر مهال ویلي،چې غوښتل یې یادې وسلې له جلال اباد څخه کابل ته ولیږدوي .