نوی کال نوې هیلې!!!

نوروز ښه دی، خو څنګه!؟

زه دوی څنګه پوهـ کړم، چې په ورځو کې نن نوې ورځ پیل شوې!؟

تېر یادونه او زاړه فکرونه له ذهنه وېستل غواړي؛

د ژړا ځای خندا، جفا ځای وفا او د ښکنځلو ځای دعا ته ورکول غواړي.

د انتظار په دغه لار کې له ځانه دنګ چینار جوړول غواړي، څو ترې لاندې هر بزګر، خټګر او اهنګر، سوالګر او زرګر د امن یو دوکاندار اوسي.

خو دلته نوې ورځ کومه ده؟

موږ ته خو لا نوې ورځ په ذره بین هم نه ښکاري. هغه پښې نه لري، چې خپله راشي او نه هم په داسې چغو، چې اوس وهل کیږي، رابه شي.

دغه لاروي خو هسې لېوني دي:

په خولې نوروز لمانځلو ته اړتیا نشته، نوې ورځې راتلو او راوستو ته اړتیا ده.

ورځې نشته؛ پر موږ لا هماغه تورې شپې دي؛ دغو شپو رڼا کولو ته اړتیا ده. ژوند مو په اهونو کې مروړلی؛ له دغو اهونو نه وتلو ته اړتیا ده. موږ خپلو ته لا هم د پردو له چشمکو ګورو؛ دغو چشمکو ماتولو ته اړتیا ده. یو بل سره په مینې د کتو لپاره د ټولو پردي پالو خلکو سترګو کې ترخو رنجو کولو ته اړتیا ده، چې له تورو سترګو یې سپینې اوښکې په وتو شي.

نویو جامو او نويو خوراکو ته اړتیا نشته؛ نوي افکارو او خیالاتو ته اړتیا ده.

بیا به په رڼا ورځو د تورو شپو سپېره ماښامونه او ترخه جامونه نه څښو.

نه به مو بیا خپل رانه پردي وي او نه به پراته ګلونه زموږ اغزي وي.

د هیلو پوره کېدل به مو هم د باد پېمانه کول نه وي.

خو دلته زموږ ډېری خلک لا اوس هم نابینا دي. دغه کرښې هم ورته د ړندو په بازار کې د اینو خرڅول دي، نو دوی به څنګه پوهـ شي، چې نن ورځ نوې ده!؟

د هغوی ککرۍ خو د ورېځو له مستۍ او له اسماني مسلمانۍ  بې خبره دي.

دوی لکه پنجره کې بند شوې مرغۍ، په بې فکرۍ د نوې ورځې په خوښۍ چغې وهي.

په ونه کې د پاڼو په څېر د غټ خېټو سیوري لا نور هم درانه شول.

د رب په ورېدلي رحمتي باران کې بیا هم مظلومان د زحمت تر شکنجو لاندې، خپلې ګرمې اوښکې څښي.

په اباده یې غټ خېټي او په شاړه یې وچ خېټي خوري.

له عقله بې خبره د طوطي په څېر زموږ نوروز لمانځلو ته هېڅ اړتیا نشته، موږ خو اوس هم د زاړه ورځ په تورو پنجرو بند پاتې یو.

د نویو ورځو لمانځنه داسې، چې په خپلو زړونو او فکرونو کې نویو خیالونو او کارونو ته ځای ورکړو. همداسې نویو خلکو، نویو افکارو او د نویو هیلو ترڅنګ مثبتو نوښتونو ته لار پرانیزو او همدې هدف ته کار وکړو!

نو د نوروز پرځای یوې نوې ورځې راتلو او پیلېدو ته اړتیا ده، بس راځئ!

ځان کې د نویو کړنو هیلې او هڅې وټوکوئ؛ دغه هر څه به سم شي، بیا به مو دا دعا هم قبوله وي، چې:

وخته بېرته راشه یو افغان وزېږوه

یا خو میرېس خان یا احمد خان وزېږوه

#محمدخان_ذهین