نړیوال: دافغان ځواکونو وړتیا تر بهرنیانوهم اوچته ده ؛ خو که په وخت اکمال او تجهیز شي

دامریکا ټایم ورځپاڼې په حواله چي نړۍ والوپوځي مرستندویانو منلې چي دافغان ځواک وړتیا تربهرنیانو هم اوچته ده ،خوکه یې په وخت اکمال اوتجهیزات میسر شي.

افغان ځواکونو دژمي په تیریدوسره داړوندامنیتي ځواک په مرسته وشوای کولای دراتلونکي کال لپاره دوسله والو دجګړې اوبریدونو دمخنوي اوتعروضي حملي په تکتیک کې بدلون راولي.

په همدې اړه دامریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي چي دافغاني ځواکونو شهامت ته دوی هک پک شوي ،هغه زیاتوي چي پخوا دوی له ټولوتجهیزاتو،پوځي وسائلواوهوايي غښتلي ځواک سره هم افغانستان کې وسله وال کنترول نه کړل،خوافغان ځواک چي دپخواپه پرتله دنظامي پلوهغه څه نشته ورسره چي دبهرینانوسره و.

امریکايي ځواکونو له بهرني ملاتړکونکي نړۍ غوښتي چي دافغان ځواکونو مرسته وکړي ،ترڅوپه افغانستان کې دامن اوسوکالۍ فضا رامنځ ته شي ،دوی ویلي چي دافغانستان جوړیدل دهمدې دپولي پوځي اوهوايي ځواک پیاوړتیا سره کیدای شي.