هره ورځ نوې بریا

ژباړه: اسدالله خان امرخېل

موږ اکثره وخت له خلکو اورو، چې په خپله موخه کې بریالی شوم، موږ دغه ډول خلکو ته په ډېره درنه سترګه ګورو ځکه چې موږ پوهېږو دوی هغه خلک دي چې د برياليتوب تر لوړې پوړۍ پورې رسيدلي دي او هغوي چې څه غوښتل تر لاسه کړي يې دي.

خو له ماسره دا پېښه بل ډول شوې ده، زه ډېرخوښ يم، ما هېڅ داسې فکر هم نه وکړی، او نه مې داسې څه ويلي و، چې ما خپله بريا تر لاسه کړې. زه فقط دومره ويلی شم چې اوس زه د برياليتوب خوبونه ګورم او د برياليتوب لپاره په پرلپسې توګه هڅه کوم. کله کله د يو شخص په اړه اورو چې یوه  وړوه بريا تر لاسه کړي فکر کوي چې نړۍ یې فتحه کړه نو د نورو لاسته راوړنو په اړه کم فکر کوي  خو زه د هغه په اړه داسې احساس کوم چې  نور په هغه  کې هغه جوش او جذبه نشته کومه چې دی يې د برياليتوب تر پوړيو رسولو.

زما د دې خبرې تایید به د يو بريالي شخص له دغو الفاظو نه وشي، چې هغه د خپل ژوند او جدوجهد په اړه  ويلي. هغه بريالي شخص وويل چې اوس مې په ژوند کې هغه خوند نه دی پاتې کوم چې په سياليو ( مقابله ) او په کړاوونو کې و. (( 35 کلنۍ کې د امريکې تر ټولو بريالي سوداګر (بزنس مين) او په 40 کلنۍ کې د نړۍ نامتو ( مشهور، ځلانده) سوداګر هغه وويل چې زه غواړم نور هم پر مخ لاړ شم ځکه چې کړاوونه او ننګونو سره سيالۍ کولو کې خوند وي او له دې سره انسان فعاله او چټک پاتې کيږي.))

مطلب دا چې د ستورو نه اخوا يوه بله نړۍ هم شته، د بازو خلکو  پرمختګ له نوي منزلونو ته د رسيدو سره د ژوند رښتينی خوند محسوسوي. د نړۍ هره نوې بريا هغوی ته خوشالي ورکوي، هغوي لوی لوی شخړو په حلولو سره خوشحالي محسوسوي. هغوي هېڅ وخت نه وايي، چې موږ د برياليتوب اخري حد ته ورسیدو. هغوی له یوې بريا نه بلې بريا ته رسيدلي وي.

ښاغلی اموس پيرش يو لوی صنعت کار و. په زرګونو خلکو د توکو د پلورلو په برخه کې د هغه له تجروبو نه ګټه اخيستله او د نيويارک په يو لوی هوټل کې د هغه د تقرير د اورېدو لپاره راتلل. هغه ويل چې زه د نوي نوي نظرونو په هڅه کې يم، کله چې له هغه و پوښتل شول، چې څنګه خپلو موخو ته ورسېدې؟ ، نو هغه ورته په ځواب کې  وويل: تر اوسه زما کار پای ته نه دی رسېدلی اوس بايد زه ډېر کار وکړم تر سو خپلې موخې  تر لاسه کړم.

هغه په ۹۴ کلنۍ کې ومړ او کله چې هغه ژوندی و په دوامداره توګه یې کار کاوه.  له مرګ څخه څو ورځې وړاندې هغه راته زنګ وواهه او راته يې وويل چې زه اوس په يو نوي فکر کار کوم. هغه دومره تکړه سړی و کله چې ورسره مې وليدل بې حده  متاثر شوم.  هغه تل د نوي نظرو په لټه کې و او هغه تر مرګه پورې د خپل مرګ او د عمر په اړه څه ونه ويل. هغه له ښه نه د ښو نوښتونو په لټه کې و تر څو کار پرې وکړي او ځان پرې بوخت وساتي.

تاسې هم هغه ټولې برياوې هېرې کړئ کومې مو چې تر لاسه کړي دي. تاسې ته دغه برياوې تجربه او ډاډ درکولی شي او بس، اوس تاسو ته د لا برياليتوبونو لپاره ډېرکار پکار دی  . هېڅ وخت مه وايي چې موږ د ژوند هدف تر لاسه کړ بلکه خپل ځان ته دا ووايئ چې تا چې څه کړي دي هغه  د دې خبرې ثبوت دی چې ډېر څه نور هم کولی شم او زه باید خپلو ټولو موخوته په اساسي توګه ځان ورسوم لکه څنګه چې ژوند خوراک څښاک نه دی خوراک او څښاک د ژوند د پاتې کیدو لپاره دی نو موږ باید کار وکړو تر څوډېر نوښتونه وکړو.

په دې خبره باور وکړئ چې ستاسې راتلونکی به ډېر ښکلی او روښانه وي او د پرمختګ په ډګر کې تاسې بايد نور مخکې لاړ شئ، په باور سره تاسې کولی شئ چې له اولې برياوې نه  دويمې او له دويمې نه دريمې  برياوې ته ورسېږئ.

د يادونې ده چې باور نه پرته بل لوی ځواک نشته او د يقين او د باور په ساتلو سره وړتيا پیدا کيږي. همدې ته مثبت فکر وايي، مثبت فکر لرونکي په الله (ج) او پر ځان باور لري ښه فکر کوټلې پایلې لرلی شي منفي فکر شکست دی منفي فکر او ناهیلي د مرګ دویم نوم دی نیچه په دې اړه څه ښه وايي: کله چې یوازې شئ نو ددې پرځای چې په ذهن او خیالونو کې ځانته زندانونه جوړوئ ولې باغچې ګلان او باغونه نه جوړوئ خرچه خو مو ورباندې نه راځي.