محمد حلیم دیدار ۲۴ کلن دی او د هند په یوه پوهنتون کې د نړۍ د ۳۷ هېوادونو د زده کړیالانو په منځ کې د ماسټرۍ په برخه کې غوره زده کړیال وپېژندل شو، او د دویم ځل لپاره یې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
هغه د لیسانس په دوره کې هم د هندوستان په یوه پوهنتون کې د سرو زرو مډال تر سره کړی وه.
دغه ځوان وايي چې د هسپانیا د پولي تخنیک یو پوهنتون د هغه د یوې څېړنې په وړاندې چې «مصنوعي هوښ» نومېږي، هغه ته بورس ورکړی تر څو خپلې زده کړې د ډوکټورا تر کچې پیل کړي.
ښاغلی دیدار وايي: ((د مالوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د مایکروسافت کمپنۍ له خوا له ازموینې څخه وروسته د MCITP لقب یې تر لاسه کړ.))
نوموړی وايي، د اوراکل کمپنۍ له خوا، له درې ازموینو څخه وروسته هغه ته د «ډېټابیس پروفشنل» لقب ورکړل شو.
ښاغلي دیدار کمپیوټر او سافټویر مهندسۍ په برخه کې زده کړې کړي. د ماسټرۍ په دوران کې د هند په یوه پوهنتون کې په تدریس هم بوخت وه. ټاکل شوې ده چې هغه تر راتلونکو څو ورځو د دکترا دورې د پیل لپاره هسپانیا ته ولاړ شي.