د روان میلادي کال له پیله تر دې دمه څه باندې ۱۶۰ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان نه هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې د ژمي له موسم وروسته هېواد ته د کډوالو بېرته راتګ پيل شوی دی او هره ورځ سلګونه کسان بېرته له پاکستان او ایران نه خپل هېواد ته را ستنېږي.
د راپورونو له مخې تر دې دمه تر څه باندې ۱۶۷زره افغان کډوال له ایران او پاکستان نه هېواد ته راستانه شوي دي، وروسته له هغه چې پر ایران د امریکا بندیزونه ډېر شوي، نو هلته د مېشت افغان کډوالو د ژوند وضعیت هم خراب شوی، چې ورسره ډېرو بېرته هېواد ته مخه کړې.