ولسمشرغني اذاربایجان ته رسېدلی

ولسمشر محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې مازدیګر د اذربایجان مرکز باکو ته ولاړ او هلته به د اذربایجان له یو شمېر چارواکو سره پر یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

همدارنګه به ولسمشر محمد اشرف غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او اذربایجان د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او د سیمې پر مسایلو هم بحث او خبرې وکړي.

د دغه سفر په جریان کې به د دواړو مشرانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان تر منځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک شي.