ولسمشرغني د انټرنټي جرمونو قانون توشيح کړى

د دې وزارت وياند نجيب ننګيال وايي، دغه قانون چې د عدليې وزارت ته لېږل شوى و او اوسمهال ولسمشر اشرف غني توشيح کړى، د جزا قانون برخه ګرځېدلى او ٢٧ مادې لري.

له بلې خوا د مخابرات وزارت سرپرست انجنیر سید احمد شاه سادات د دې قانون د توشيح کېدو په اړه ويلي: “دا پر دی معنا چې مخکې به کله هم چا د انټرنټ په واسطه د سوشل مېډیا له لارې کوم جرم وکړ، په قانون کی کومه سزا ورته نه وه ټاکل شوې، نو محکمی سزا نه شوى ورکولای؛ خو اوس که څوک د فیسبوک له لارې شخصیت وژنه کوي، یا سوشیل میډیا غلطه استعماله کړي، د جرم سزا کودونه شته او مجرم محاکمه کېدلای شي.

د هغه په وينا، د ياد قانون له مخې د سايبري جرمونو سزا د جزا د کوډونو پربنست له پنځو زرو افغانيو نيولې تر شل قيد کال پورې ده. د مخابراتو وزارت پخواني مرستيال ايمل مرجان په خپلې فېسبوک پاڼه کې په دې اړه ليکلي، هيله لري چې د دولت ټولې اړوندې ادارې او وزارتونه د دغه قانون د ښه پلي کولو لپاره اړين ګامونه پورته کړي.

ده زياته کړې، د دغه قانون د ښه پلي کېدو لپاره بايد په سايبري پوهې سمبال پوليس، قاضيان او څارنوالان پيدا او هم د سایبري جرایمو د څېړنې لپاره د حکومت په کچه په نړیوالې ټکنالوجۍ سمبال یو سایبري لابراتوار جوړ شي.

د هغه په خبره، که دغه قانون سم پلى شي، هېواد به د سوشيل ميډيا له منفي کارونې څخه خلاص شي او هيله ده چې دغه قانون د ټکنالوجۍ د مثبتې کارونې کلتور ګړندى کړي. د سياسي چارو کارپوه او ټولنيز فعال جاوېد غفور هم وايي، د دغه قانون په عملي کېدو سره به په هېواد کې د ملي نفاق، تعصب او سياسي اختلافاتو مخه ونيول شي. هغه وويل، اوس هر څوک چې څه يې زړه وغواړي، په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې له اسنادو او شواهدو پرته خپرولى شي، خو د دې قانون په پلي کېدو سره به د خپلسرو  او بې اسنادو معلوماتو خپرولو مخنيوى وشي.

ده زياته کړه، په دې وروستيو کې د هېوادوالو ترمنځ د ټولنيزو شبکو له لارې  اختلافات او ملي نفاق زيات شوى او ستر لامل يې همدا د بې اسنادو او شواهدو د بې ځايه معلوماتو خپرول وو.

د ياد قانون په توشيح کېدو سره د فېسبوک يوه کاروونکي هدايت الله همت ليکلي، دا يوه ډېره مهمه موضوع ده او د ملي يووالي په ټينګولو کې مهم رول لوبولى شي. يوه بل کاروونکي توريالي غمخور بيا ويلي، دا ښه اقدام دى، خو دا مستعارې ايډيانې به څنګه پيدا کوي، ځکه هغه خلک شخصيت وژنه کوي او يا د دروغو تبليغات کوي، چې مستعارې ايډياڼې يې جوړې کړې دي. د فېسبوک يوه بل کاروونکي نعمت برک بيا کښلي: “دا شته او نافذ قوانين کله تطبيق شوي چې په دې قانون به اوس وطن اباد شي.”  ولسمشر د انټرنټي جرمونو قانون توشيح کړى