ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې په مراسمو کې وویل، سوله له مخکې پیل شوې پروسه ده او اوس له حاشیې متن ته رسېدلي ده.
ولسمشر وویل، دا موږ و چې نوره دنیا مو له طالبانو سره خبرو ته وهڅوله او سوله مو له یوې ضمني موضوع څخه د افغانستان د سیاست په اصلي موضوع بدله کړه.
ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې د وحدت اسلامي ګونډ مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین د نمانځنې غونډه کې ګډون والو ته وویل، چې سولې لپاره د مشورتي لویې جرګې د رابللو په اړه خبرې ورکړې.
ولسمشر همداراز وویل، سوله غواړي؛ خو هغه سوله چې دایمې وي.
ولسمشر په ورته مهال وویل، اوس وخت کې ځوانانو بدلون کړی او د پخوا پرتله ډېر خلاق او بریالي دي.
ولسمشر همداراز ډاډ ورکړ، چې سوله راتلونکي ده او افغانان به په راتلونکي کې یو ځواکمن نظام کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده، د وحدت ګوند بنسټګرعبدالعلي مزاري ۲۴ کاله وړاندې د طالبان له لوري وژل شوی و.