ولسمشر غني دځانګړو عملیاتو فرقه په قول اردو بدله کړه

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ځانګړوعملیاتو د فرقې په قول اردو بدلولو سره تمه ده، چې د جګړې په ډګرونو کې جدي بدلونونه رامنځ ته شي.

د ولسمشر د د ویاند د دفتر سر پرست شاه حسین مرتضوي تیره ورځ رسنېو سره په خبرو کې وویل، تمه ده چې په دې سره به د کمانډو ځواکونو ظرفیتونه لوړ شي.

نوموړې زیاتوي،نن ورځ په یو لړ مراسمو کې چې د ولسمشر په ګډون د امنیتي بنسټونو مسؤلینو او په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی و، د ځانګړو عملیاتو فرقې قول اردو ته ارتقا ورکړه، په دې ارتقا سره تمه ده چې د کمانډو ځواکونو ظرفیت لوړ شي.

د ښاغلي مرتضوي په وینا، بسم الله وزیري د دغې قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې د ځانګړو ځواکونو شمېر به دوه چنده لوړوي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، ۸۰ تر ۹۰ سلنه د شپې عملیات د ځانګړو ځواکونو له خوا کېږي.

ښاغلي وزیري ویلي، د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې په هدف، دوی په ځانګړو او هوايي عملیاتو تمرکز کوي.

د افغانستان نړیوالو متحدینو په بیا بیا د افغان ځانګړو ځواکونو له کړنو ستاینه کړې ده.

خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دغو ځواکونو د شمېر په اړه له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

بل خوا د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د ځانګړو ځواکونو عملیات ګټور او له لاس ته راوړنو ډک بولي، خو د دغو ځواکونو په ښه تجهیز هم ټینګار کوي.