ولسي جرگې تر راتلونکو ۴۵ ورځو پورې خپله ژمنۍ رخصتي پیل کړه

د ولسي جرگې منشي عبدالرووف انعامي، تېره ورځ د دغې جرگې د ژمنیو رخصتیو اعلان وکړ، خو له امنیتي چارواکو یې غوښتنه وکړه، چې د وکیلانو د ژوند خوندیتوب لپاره جدي هڅې وکړي.

ښاغلي انعامي وویل، سږکال ولسي جرگې ټول ۵۴ غونډې کړي، چې پنځه استیضاحیه، نهه استجوابیه، اته استماعیه، دوه د پټو دروازو شاته او دېرش عادي غونډې وې.

د ولسي جرگې د منشي په خبره، ددغو غونډو په لړ کې ۳۴ پرېکړه لیکونه یې هم صادر کړي وو، چې د قانون د تصویب او تعدیل درې وړاندیزونه، څلور تقنیني فرمانونه، د ولسي جرگې د غړو درې وړاندیزونه، د نوي مالي کال د بودیجې تصویب او د شلو نړیوالو موافقو تایید هم پکې شامل وو.

ولسي جرگې د روانې اوونۍ په سر کې وویل، که چېرې حکومت نوي وزیران ور وپېژني دوی به خپله رخصتي لغوه کړي.

ولسي جرگې سږ کال د ملي یووالي حکومت اووه وزیران سلب صلاحیت کړل؛ خو ولسمشر غني د ولسي جرگې پرېکړه سترې محکمې ته واستوله او د سلب صلاحیت شویو وزیرانو څخه یې وغوښتل، د سترې محکمې تر پرېکړې خپل کار ته دوام ورکړي.

د ولسي جرگې غړي وايي، سږکال دې جرگې ته خونړی کال و، چې د ملي شورا د دوو غړو او د دارالانشاء د ملکي او امنیتي کارکوونکو په گډون ۳۸ تنه ووژل شول او د ولسي جرگې ۵۲ غړي په جلا جلا پېښو کې ټپیان شول.

د ولسي جرگې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم د اوونۍ په سر کې له امنیتي چارواکو وغوښتل، چې په کابل او ولایتونو کې د رخصتیو پرمهال د وکیلانو ژوند ته پام وکړي او لازم امنیتي تدابیر دې ونیسي.