ولې آنلاین بازارموندنه په یو کاروبارکې ډېراهمیت لري؟

ژباړه اوزیاتونه : عتیق الله فایق

په اوس وخت نړۍ کې بې ساري پرمختګونه راغلي دي، چې ترټولو مهم او دپام وړ پرمختګ چې رامنځته شوی هغه ته د تکنالوجې پرمختګ ویلائ شو، تکنالوجې پرمختګ په کاروباري چارو کې ډېرمهم رول لوبوي، کله چې په یوکاروبار کې پرمختګ رامنځته کیږي نو په دې کې انټرنېټي یا آنلاین بازارموندنه یو کلیدي رول لري. نوکه چېرې کاروباریان غواړي خپل تولیداتو اوخدماتو ته وده ورکړي ، او همدارنګه ځانګړی مارکېټ خپل کړي، د دوی لپاره دانټرنېټي بازارموندنې پروسې عملي کول یو اړین ګام دي. دا په داسې حال کې ده چې کله ټولنیزو شبکو له لارې بازارموندنه کیږي دې سره پیرودونکي په آنلاین ډول دکمپنېو تولیداتو په هکله کره مالومات ترلاسه کوي ، ځکه کاروباریان خپل دتولیداتو خدماتو په هکله هغه موجوده ارزښت او ځانګړتیاوې وړاندې کوي همدارنګه خپلو راتلونکو تولیداتو اوخدماتو په هکله پیرودونکو ته نوی زېرې ورکوي چې دې سره پیرودونکي دې ته لېواله کیږي، ترڅو یوې کاروباري کمپنۍ سره وصل او دهغوی تولیداتو اوخدماتو څخه ځان برخمن کړي.

آنلاین چاروکې کاروباریان په لوړه پېمانه اشتهارات (سوداګریزې خبرتیاوې) دټولنیزې مېډیا له لارې خپروي، چې په دغه حالت کې په لوړه پېمانه دیوې کاروباري کمپنۍ د تولیداتو دخرڅلاو د ډېرښت لپاره دپیرودونکو هغه ذهني تصویر او رضایت ترلاسه کوي ، ترڅو خپلوتولیداتو لپاره یې لېواله کړي، نو کله چې په آنلاین ډول اشتهارات کیږي دکمپنۍ رقابت کوونکي هم سقوط سره مخامخ کیږي ، چې درقیبو کمپنېو تولیدات څوک نه خوښوي او دمارکېټ غټه برخه له لاسه ورکوي.

بله اړینه خبره دا ده چې په اوس وخت کې خلکو ډېرپام ټولنیزو شبکو ته اړولی په مقابل کې بیا کاروباري کمپنۍ ډېر کوښښ کوي چې په خپلو توکو او خدماتو لپاره داسې کلیپونه ، تصویرونه او لنډې وېډیو ګانې په ټولنيزو شبکو (فېسبوک، ټوېټر، لنکډېن، ګوګل) او داسې نورې شبکو له لارې خپروي او دنړۍ په هرګوډ کې چې پیرودونکي ورته لاس رسې لري، کولائ شي تولیدي توکي دیو سمپل یا نمونې په توګه خوښ کړي.

نوعموماً انلاین بازارموندنه کاروبارونو لپاره یوحیاتي ارزښت لري، کاروباریان باید لومړي قدم کې دیوې سېمۍ خلکو ضرورتونه وپېژني، ورپسې دهغوی دضرورتونو سره سم توکي تولید کړئ او بیا یې دخرڅلاو لپاره بازارموندنه ورکړي.