ټرمپ: تر مناسب وخته به له افغانستانه پوځيان ونه باسو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، چې افغانستان کې د عراق تجربه نه تکراروي او امريکايي پوځيان به تر مناسب وخته په افغانستان کې پاتې وي.

د روان کال جنوري کې، چې ولسمشر ټرمپ د سپينې ماڼۍ واک تر لاسه کړی، دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان جگړې په اړه ولس ته د وينا پر مهال د افغانستان جگړې سټراټيژي اعلانوي.

امریکايي رسنيو ويلي و، چې ټرمپ افغانستان ته د نورو پوځيانو له لېږلو سره مخالف دی، خو د سرتېرو د وېستلو پرېکړه هم ورته ستونزمنه ده.

ډونلډ ټرمپ وويل: ما هم ژمنه کړې وه، چې خپل پوځيان به له افغانستانه باسم، خو جنرالانو او پوځي کارپوهانو سره له ناستې وروسته مې نظر بدل شو.

ټرمپ ويلي، چې له افغانستانه د خپلو سرتېرو په وېستلو د عراق تجربه نه تکراروي او تر مناسب وخته به امریکايي پوځيان افغانستان کې پاتې وي، خو ټاکلی وخت يې په گوته نه کړ.

ټرمپ په خپلې وينا کې دا هم وويل، چې افغانستان بايد په خپلو پښو ودرېږي او راتلونکي کې بايد د مخالفو وسله‌والو پر ضد په خپله مقابله وکړي.

د امریکا ولسمشر پر پاکستان هم نيوکې وکړې، چې امریکا ورسره پرېمانه مالي او پوځي مرستې کوي، خو دغه هېواد بيا هم وسله‌والو ته خوندي پټنځي ورکړي او په مقابل کې يې هند افغانستان کې د بيا رغونې او افغان حکومت سره د مرستو له امله وستايه.

ټرمپ وويل، چې نور به «پاکستان ته سپين چيکونه نه ورکول کېږي.» او غوښتنه يې وکړه، چې پاکستان بايد په خپل هېواد کې د ترهگرو خوندي مرکزونه له منځه يوسي.

ولسمشر ټرمپ په خپلې نوې تگلارې کې وويل، چې دوی نوي ملتونه نه جوړوي، بلکې ترهگر وژني.

ټرمپ افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو په اړه له څه ويلو ډډه وکړه، چې تېره ورځ امريکايي رسنيو د پنټاگون د سرچينو له خولې ويلي و، چې شاواخوا څلور زره نور پوځيان به افغانستان ته ولېږي او اوس هم افغانستان کې ۸۴۰۰ امريکايي سرتېري پراته دي.

ډونلډ ټرمپ وويل، چې دغه پرېکړه يې له اوږدو بحثونو او فکر وروسته کړې ده.