ټولګيو کې محصلينو ته د تدريس ترڅنګ څه بايد وويل شي؟

بصيرالحق عادل

د ښوونې روزنې پوهنځي رئيس

پوهنتون د علم، زده کړې، تربيې، اخلاقو، فرهنګ او ادب ځای دی. دلته د اخلاقو کچه لوړيږي او د علم ذخيره پراخيږي.

د استاد مسؤليت دی چې د خپل ورسپارل شوي مضمون، د مفرداتو او کريکولم مطابق درس ورکړي او خپل زده کړيالان پرې پوه کړي.

يوازې درس ورکول پوهنتون کې هنر او کمال نه دی. د درس تر څنګ تر ټولو مهم کار دا دی چې استاد خپل محصل په حرکت راولي. لارې چارې ور وښيي او عملي کار پرې وکړي.

زما د تجربو له مخې کله چې يوازې محصل ته تدريس کېږي نو محصل ناغيړي کوي او له زده کړې سرسري تېريږي، خو کله چې د استاد لخوا عملي کار [سمينار، پر يوې موضوع تحقيق، تختې ته ولاړول، مقاله ليکل] او نور ور وسپارل شي نو بيا محصل پر درس ځان ښه پوهوي، ځکه دی مجبور دی چې ځان پرې پوه کړي.

نو د پوهنتون استاد ته بويه چې خپل محصل ته د درس تر څنګ د عملي کار انګېزه ورکړي او بيا يې ترې وغواړي.

استاد بايد د يو ښه لارښود په توګه کار وکړي. هغو برخو کې چې محصلين يې ستونزې لري بايد ورته هوارې يې کړي، تر ديکتې دې تېر شي، استاد لکه د روژې د تروايح د ختم په څېر لګيا وي او محصلين ورته سر زنګوي.

زه اکثرو ټولګيو کې ليکوالي او مونوګراف تدريسووم. لومړيو دوه يا درې درسونو کې پر ليکوالۍ د محصل سر ور خلاصووم، وروسته ورته هر درس کې موضوع ورکووم او محصل راته پر هغه موضوع يوه کوچنۍ ليکنه کوي. چې د يوې مياشتې په تېرېدو سره د محصل وړتيا راوسپړل شي او بيا د هر ډول ليکنې کولو توان لري. حتی د سياسي علومو، دري، پښتو، علوم ديني او رياضي ډېری محصلين مې ليکوالان شول، د ليکوالۍ کېدو راز يې يوازې او يوازې عملي کار و او بس.

د دې ترڅنګ استاد مسؤليت لري چې خپل محصل ته د عالي اخلاقو په اړه د حضرت محمد «ص» کيسې وکړي، ځکه د پوهنتون له محصل خلک د لويو اخلاقو تمه لري. که د يو محصل اخلاق کمزوري وي نو د پوهنتون او استادانو نوم يې ورسره بديږي.

دغه راز ښځينه محصلينو ته بايد د اسلامي حجاب ګټې، په دې اړه د قرانکريم حکمونه، د خاوند حقوق، د مور او پلار حقوق او. . . نور مهم مسايل چې ښځو پورې اړه ولري ور وښودل شي.

په ټوله کې د محصلينو ملي روحيه بايد ژوندۍ وساتل شي. د اسلامي ارزښتونو او افغاني کلتور په اړه بيا – بيا ورته تبليغ وشي ترڅو هر وخت او هر ځای له دغو دوو ارزښتونو څخه دفاع وکړي. ځکه زموږ خلک پر اسلام او کلتور سر قربانوي.

په ټولنيزه برخه کې بايد محصل ته د يو ځوان په توګه خپل مسؤليتونه ور په ګوته شي، چې ټولنه له تا څه تمه لري؟ څه در څخه غواړي؟ ته ټولنې ته کومه برخه کې کوم خير ور رسولی شې؟ کوم کار بايد لومړی کړې؟

دغه راز په خپل کور محصل څنګه ژوند وکړي؟ هغه باور چې د زده کړو په اړه پلار، مور، ورونو، خويندو او مېرمنې پرې کړی څنګه ورته ثابت کړي؟ دی بايد خپل علم نورو ته څنګه او له کومې لارې ولېږدوي؟

دې ته ورته ډېر مسايل شته چې د ورځني درس ترڅنګ بايد يو استاد يې خپل زده کړيالانو ته وښيي او د دوی ذهنيت جوړونه وکړي، په تېره بيا هغه محصلين چې فارغيږي بايد دا وروستۍ برخه يې ډېره مغز ته ور پيچکاري شي، ترڅو له پوهنتون څخه د علم او پوهې ترڅنګ د يو ښه ټولنيز فعال، کلتورپال او د يو ښه مسلمان ځوان په توګه هم ټولنې ته ور معرفي شي.