پاکستاني چارواکي له افغانستان سره د لا ډیرو ښو اړیکو هیله کړې

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په لوړه کچه پر اړیکو ټینګار وکړ ترڅو د ده په وینا دوه اړخیز تجارت وده وکړي، اقتصادي همکاري پراخه شي او د افغان سوداګرو مالونه د پاکستان له لارې د ترانزیټ په شکل انتقال شي.

شاهد خاقان عباسي دا خبره پرون په اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره د کتنې پرمهال وکړه.

د پاکستان صدراعظم وویل، اسلام اباد د افغانانو په مشرۍ د روغې جوړې د هڅو ملاتړ کوي.

د پاکستان صدراعظم چې کله پرون له ښاغلي زاخېلوال سره کتل د کابل د تګ نېټې ته یې اشاره ونه کړه.

د افغانستان د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د افغانستان او پاکستان د دولتونو ترمنځ د خبرو د اجنډا په اړه ازادي راډیو ته وویل چې له ترورېزم سره مبارزه، په افغانستان او سیمه کې سوله او سمیه ییزې اقتصادي همکارۍ د ټاپي پروژې له عملي کار وروسته اوس مطرح دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تېره اوونۍ د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار متقاعد جنرال ناصر جنجوعه سره د خبرو پر مهال د پاکستان صدراعظم خاقان عباسي ته بلنه ورکړه چې کابل ته د خبرو لپاره راشي.

افغانستان تمه لري چې د دواړو دولتونو ترمنځ خبرې به اسلام اباد دې ته وهڅوي چې طالبان یا د سولې خبرو ته راولي یا یې مجبوره کړي چې له پاکستانه ووځي.

شاهد خاقان عباسي پرون ټینګار وکړ چې هېواد یې له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د ټاپي او کاسا زر پروژې به دغه دواړه هېوادونه سره ډېر نېږدې کړي.

د پاکستان صدراعظم په کابل کې پرونۍ چاودنه وغندله په دې چاودنه کې چې د نوروز د جشن د مراسمو پر مهال وشوه یو دېرش کسان ووژل شول او پنځه شپېته نور ټپیان شول.

اشرف غني د پاکستان صدراعظم ته د کابل د سفر بلنه، افغانستان ته د هغه پاکستاني پلاوي د سفر پر مهال ورکړې وه چې مشري یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنجوعه کول.

دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر په اوږدو کې پر افغان ولسمشر سربېره له اجرائیه رئیس، د ملي امنیت شورا له مشر او نورو چارواکو سره کتلي و او پر یو لړ مهمو مسائلو یې خبرې کړې وې.