پاکستان افغان کډوالو ته د یو کال وخت ورکولو غوښتنه رد کړه

د پاکستان د ملي امنيت کمېټې افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د یو کال نور وخت ورکولو غوښتنه رد کړې ده. افغان حکومت له دغه هېواد غوښتي وو، چې کډوالو ته دې یو کال نور وخت هم ورکړي. بل خوا پرون ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې يوې غونډې ته وویل، چې افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو پرته دغه هېواد بشپړ نه دی او بېرته راتګ ته يې چمتوالی نیسي. د رسمي شمېرو له مخې په پاکستان کې د نږدې يو نيم ميليون راجستر شویو افغان کډوالو په شمول تر دوه نیم مېليونه ډېر افغان کډوال اوسېږي.