پاکستان د جنګ نه، خود جنګولو هڅه کوي

د پاکستان نظریه، د پاکستان پالیسي، د پاکستان سیاست او د پاکستان هر څه په افراطیت، تشدد، تاوتریخوالي، جنګولو او بېلولو ولاړ دي. د پاکستان دغه پالیسي نوره نه په خپله په پاکستان، نه په سیمه او ګاونډ او نه هم په نړۍ کې د منلو او زغملو وړ ده.

پاکستان په خپله هم دغه وضعیت درک کړی دی، ځکه چې همدا مهال په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د عدالت غوښتنې او سوله ییز لاریونونه جریان لري. د دغو لاریونونو انګازې چې د پاکستان د توقع برخلاف د نړۍ لر او بر ته رسېدلي او حتی په ډېرو هېوادونو کې یې په ملاتړ غونډې او ورته لاریونونه هم شوي دي.

پاکستان میاشت وړاندې پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې لاریون مشران او ګډونوالو د دروغو په ژمنه تېر اېستل او هغوی ته یې لیکلي ورکړل چې د دوی ټولې غوښتنې به پر وخت  عملي کړي، خو تر ټاکلې مودې چې پاکستاني مقاماتو په خپلو ژمنو عمل ونه کړ، نو دغه غورځنګ تر پخوا لا په ګڼ شمېر کې او منظم واټونو او کوڅو ته را ووتل او د لر او بر یو افغان شعار په بدرګه کولو یې د پاکستان اوسنی سیاست، دریځ او پالیسي په سختو ټکو وغندل او د پښتنو پر وړاندې د شته دریځ د بدلولو ټینګار یې ورباندې وکړ.

پاکستان د دغه غورځنګ د کرارولو لپاره ډېرې ناکامې هڅې وکړې، خو څه یې ترلاسه نه کړل، مګر پرون یې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو وسله وال برید وکړ چې د ولسونو او د ځواکونو د غبرګون په ځواب کې پاکستاني پوځیان ووژل شول، مات شول او ځینې ژوندي هم ونیول شول.

د نیول شوي پاکستاني پوځي د اقرار له مخې پاکستان پوځ د ډیورنډ کرښې هغه غاړه پښتنو ته اعلان کړی چې داعش برید کړی او په جوماتونو کې یې خلک د داعشیانو پر ضد دجهاد په نوم هڅولي او لمسولي دي. پاکستان تر دې وړاندې مذهبي تاوتریخوالي ته دومره لمن ووهله چې د شعیه او سني ترمنځ یې همېشنۍ دښمني رامنځته کړه او هر کال د محرم په میاشت کې ګڼ شعیه او سني د پاکستان له لوري د دوی تر منځ رامنځته شوې دوښمنۍ کې وژل کېږي.

پاکستان دا ځل کوښښ کوي چې د ډيورنډ دواړو غاړو پرتو قومونو تر منځ د نفاق، شقاق او دښمنۍ تخمونه وشیندي او دوی یو د بل وژلو ته ولمسوي. پاکستان په دې کار سره دوه موخې په پام کې لري، نغده او لنډمهاله موخه یې داده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لر او بر ناره کم رنګه کړي او هغوی ته عملاً دا ووایي چې بر افغان ستاسو پر ضد وسله را اخیستې او له تاسو سره دښمني کوي او اوږدمهاله موخه یې داده چې کله د ډیورنډو د دواړو غاړو پرتو پښتنو ترمنځ دښمني ایجاد کړي، نو له دې سره به دوی د ډیورنډ فرضي کرښه د تل لپاره باوري کړي او بیا به هیڅوک هم د دغې کرښې یادونه ونه کړي، حتی د ډیورنډ هغه غاړه پراته پښتانه قومونه به یې هم مخالفت وکړي.

پاکستان د همدغو شومو موخو له مخې د جنګ اراده نه لري، خو د وروڼو پښتنو قومونو د جنګولو او بېلولو ظالمانه کوښښ کوي، مګر پښتانه اوس هوښیار شوي دي او باور دی چې د پنجاب د دغه پلان پر وړاندې به ویښ او هوښیار وي او هیڅ داسې حرکت به ونه کړي چې په خپلو منځونو کې د دوی په وژنه او دښمنۍ تمام شي.

محمد بشیر یوسفزوی