پاکستان له افغانستان او مرکزي آسیا سره د سوداګرۍ د پراختېا خبر ور کړ

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي علان وکړ چې د چین اقتصادي کوریدور یا دهلېز به افغانستان ته هم غځول کیږي.

عباسي په کراچۍ کې یو سمینار ته په  وېنا کې زیاته کړه چې لومړی به دا اقتصاي دهلیز افغانستان او ترې وروسته به مرکزي آسیا هیوادونو ته غځول کیږي.

نوموړي د چین اقتصادي دهلیز د پاکستان د راتلونکي نسل لپاره وګڼه چې له افغانستان او مرکزي آسیا سره به له وړاندې د سوداګرۍ لار هواروي.

( له افغانستان او مرکزي آسیا سره سوداګرۍ په موخه به د چین کوریدور غځول کیږي،چې دا کار د سیمې هیوادونو لپاره حیاتي ارزښت لري)

د پاکستان لومړي وزیر د چین کوردیدور د اجرایي پړاونو ډاډ ور کړ.

تر دې وړاندې چینايي چارواکو اعلان وکړ چې د پنځوس میلیارد ډالرو په اندازه دا اقتصادي دهلیز به افغانستان ته هم غځوي،خو افغان حکومت بیا د پاکستان په دا ډول ژمنو بې باوري ښيي او وايي چې پاکستان تل سوداګري د سیاسي موخو ښکار ګرځولې.

جمشید ملکزی