پاکستان له نیوزیلینډ څخه نه هېرېدونکې ماتې وخوړه

شیبه وړاندې د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه پای ته ورسېده. پاکستان دغې لوبې کې له نیوزیلینډ څخه په ۱۸۳ منډو ماتې وخوړه.

د لوبې پچه نیوزیلینډۍ لوبډلې وگټله او د توپ وهنې پرېکړه يي وکړه.

نیوزیلینډ د لوبې پیلونکو لوبغاړو غوره او ښه توپ وهنې په مرسته پنځوس اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۷ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره وېلیمسن په ۱۰۱ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۷۳، ټېلر په ۶۴ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۵۲ او گپټېل په ۶۲ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره ښه وځلېدل.

پاکستانۍ لوبډلې لپاره رومان رییس او حسن علي درې درې، شاداب خان دوه او فهیم اشرف یوه وېکېټه واخیسته.

ځوابي توپ وهنې کې د پاکستان ټول توپ وهونکي له ځانگړو منډو جوړولو پرته خپلې وېکېټې له لاسه ورکړې.

پاکستان په ۲۷٫۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د توپ وهونکو کمزورې توپ وهنې پایله کې یوازې ۷۴ منډې جوړې کړې او په ۱۸۳ منډو يي ماتې وخوړه.

پاکستان لپاره اظهر علي صفر، فخر زمان ۲، بابر اعظم ۸، محمد حفیظ صفر، شعیب ملک ۳، سرفراز احمد ۱۴، شاداب خان صفر، فهیم اشرف ۱۰، حسن علي ۱، محمد عامر ۱۴ او رومان رییس ۱۶ منډې جوړې کړې.

نیوزیلینډ لپاره بولټ تر ټولو پیاوړې توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۷٫۲ اورونو کې یوازې ۱۷ منډو ورکولو سره پنځه مهمې وېکېټې واخیستې. منرو او فېرگوسن هم دوه دوه وېکېټې واخیستې.