پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي لگولو کار پيل کړي

د پاکستان پوځ د عامه اړيکو اداره «ای ايس پي ار» وايي، چې لوی درستيز قمر جاويد باجوه تېره ورځ مومندو او اورکزۍ ايجنسۍ کې پر ډيورنډ کرښې د پوځ د پوستو ليدنه وکړه او خپلو عکسرو سره يې د کرښې په امنيتي وضعيت خبرې وکړې.

جنرال باجوه ويلي، چې افغانستان سره پر کرښه يې د څار او پلټنې تخنيکي نظام جوړ کړی او د بريدگرو د مخنيوي په موخه هوايي گزمې هم روانې دي.

د پاکستان لوی درستيز وويل، چې افغانستان سره په اوږده پوله د «پولې مديريت» نظام جوړولو په اړه هم خبرې شوي او «ټينگ، منظم سرحد د دواړو هېوادونو په گټه دی.»

پاکستان څو کاله وړاندې د بلوچستان له چمن څخه تر پکتيکا ډيورنډ کرښې ته څېرمه خنډقونه کيندلي او ورسره يې خيبر او کرمې ايجنسيو  په ځينو سيمو کې هم اغزن مزی لگولی و.

پاکستان وايي، دا کار يې د «ترهگرو او قاچاق وړونکو» د مخنيوي په موخه کړی.

پاکستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي د لگولو هوډ کړی و، خو کرزي يې مخالفت کړی و او په دې اړه يې د پاکستان څرگندونې رد کړې وې.

پاکستاني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې پر ډيورنډ کرښې د اغزن مزي سربېره کټارې هم ولگوي او پيل يې له باجوړ او مومندو ايجنسۍ کړی دی.

پاکستاني رسنيو پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي د لگولو خبر په داسې وخت کې خپور کړی، چې دوه اوونۍ وړاندې لندن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې خبرې اترې شوې وې.

دغې ناستې ته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او له پاکستانه د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ورغلي وو.

اسلام اباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال ويلي و، چې دغه ناسته کې به د لارو پرانيستو سربېره دواړو هېوادونو کې د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي خبرې هم وشي.

که څه هم تراوسه د لندن ناستې جزيات رسنيو ته نه دي راوتلي، خو يو شمېر څارونکي وايي، چې اتمر له پاکستاني چارواکو سره پر «سرحدي مديريت» خبره کړې او پاکستان له دغې ناستې وروسته پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي د لگولو کار پيل کړ.