پریانکا چوپړا ولې له ځانه کشر سره واده کړی؟

د هندی سینما ښکلې فلمۍ ستورې پریانکا چوپړا خپل خاوند سره په اړیکو غږېدلې او په دې یې خبری کړی دی چې ولې یې له ځانه کشر سره واده کړی.

پریانکاچوپړا تېر کال له ځانه ۱۱ کاله کم عمره امریکایی سندرغاړی نک جونز سره واده وکړ او دا چې خاوند یې له دې ډېر کشر دی نو د هنر مینوال یې هم حیران کړی.

د دوی دواړو واده د ۲۰۱۸ کال ډسمبر په میاشت کې د هندوستان په راجستان ایالت کې د جودهپور په ښار کې وشو، له کله چې د پریانکا او نک جونز اړیکه رسوا شوې وه پر نوموړې د دې له امله سخت انتقادونه وشول چې ولې یې له ځان د کم عمر والا سره واده کړی.

د برتانوۍ او امریکایې ورځپاڼو سربېره هندی رسنیو هم د پریانکا په دغه پرېکړه حیرانی ښودلې وه او پر واده یې ورته بېلا بېلې تبصرې کولې.

د دواړو تر واده وروسته یوې امریکایې مجلې د پریانکا چوپړا پر دغه پرېکړه چې د کم عمره کس سره یې واده وکړ خبرې کړې وې او پر نوموړې یې تور پورې کړی وه چې نوموړې یوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره دغه کار کړی.

خو د یوڅه وخت وروسته بیا هغې امریکایې مجلې د خبر د خپرولو بښنه وغوښته او خبر یې لرې کړ.

څه موده وړاندې د پریانکا چوپړا او د خاوند تر منځ د اړیکو د خرابوالی رپوټونه هم خپاره شوی وه، چې ویل کېده خبره یې ان تر طلاقه رسېدلې ده.

وړاندې امریکایی سندرغاړی نک جونز د خپل عمر څخه د زیات عمر مېرمنې سره د واده کولو لامل دا ښودلی وه  چې د ډېر عمر مېرمنې هوښیارې وی او پوهیږی چې خاوندان یې څه غواړي.

خو دا لومړی ځل دی چې پریانکا چوپړا پر دې خبرې کوی چې ولې یې له ځان ۱۱ کلن کشر سره واده کړی، نوموړې پر دې د انتقاد کوونکو ته سخت ځوابونه ویلی.

امریکایې فشن مجلې سره په مرکه کې هغې ویلي چې د دې خاوند کم عمرۍ کې کومه عجیبه خبره نشته، نوموړې ویلی که چېرته کوم د زیات عمر خاوند سړی د یوې ځوانې نجلۍ سره واده وکړي نو بیا پوښتنې نه وي.

دغه راز دغه فلم ستورې په انګلیش سینما یا هالیوډ کې پر خپل لوبیز ژوند هم غږېدلې او ویلي یې دي چې یوې اسیایي مېرمنې ته دا ډېره مشکله ده چې هالیوډ کې په مرکزي رول کې ولوبیږي.

دغه راز یې د خپلې خوښۍ پر لباس هم خبرې کړې چې په خبره یې د خوښې لباس یې خپل کلتوري لباس ساری ده.