پرینکا چوپړا او رنویر سنګ د سینما په پرده تر ټولو کامیابه جوړه؛ راز يې څه دی؟!

دې کې شک نشته، چې د بالیووډ دا دوه وتلې اکټران پرینکا چوپړا او رنویر سنګ د سینما په پرده یوه تر ټولو کامیابه او جذبوونکې جوړه ده.

په (ګن ډی) کې له عاشقانه کردار څخه ونیسه، په (دل ډهډکنی ډو) کې سره خور او ورور و، او بیا ان په (باجیرو مستاني) کې يې د میرمن او خاوند رول ولوبوه.

په دغه ټولو بیلابیلو کردارونو کې ددوې مینوال او کتونکې بیخې زیات و.

 

پوښتنه داده، چې دا جوړه څنګه دومره کامیابه ده؟ راز يې څه دی؟

 

پرینکا چوپړا يې په اړه وايي: ((زه فکر کوم، موږ د یو سیستم له مخې فلمونو ته داخلیږو؛ هغې ته اداکاري وايي. ما په دغه دریو فلمونو کې له جي ایف نیولې، بیا میرمن او ان د خور په رول کې د رنویر سره کار کړی. نو زه فکر کوم، چې د اکټرانو په توګه موږ کار کوو څو خپل لیدونکي له ځان سره وساتو. موږ د بیلابیلونو کرکټرونو تر تاثیر لاندې نه راځو. دا ډيره غټه خبره ده. او زه فکر کوم، چې خلک هم موږ سره یو ځای  خوښوي)).