د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند یحی علوي نن رسنیو ته ویلي، دغه بریدونه تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د مرکز ترینکوټ ښار په لویدیځ کې ترسره کړي چې په پایله کې یې ۳ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره همداراز افغان ځواکونو د مرکز ترینکوټ اړوند «ګوګرک» سیمه کې ۷ کړۍ پرسونل ضد ماینونه هم کشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
صفت الله محبت