په اســـــلام کې د ټولینزو اړیــــکو اصــــول

اسلامي تمدن  ژباړه: اندیال ساپی

اسلام ټولنې لپاره د ټولنیزو اړيکو اصول ټاکلی، چې اساس يې پر ايمان او ايمانى ورورولى ولاړ دي، الله جل جلاله فرمايې:(( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ)). الحجرات: ۱۰.

ژباړه: بی شکه مومنان سره وروڼه دي.

مسلمانان يې ديو بل مرستى او پخپل مينځ کې يووالى او اتفاق ته رابللى رسول ﷺ فرمايلى دي:” مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ كمَثَلُ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ، تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى” ( 1).

ژباړه: مومنان له يو بل سره په مينه، مهربانۍ او شفقت کې ديو بدن په څير دي، که يو غړی یې ودردیږی نو ټول بدن یې د بى خوبى او درد لامله نا ارامه وي

دوى ته یې تيزى ورکړى ترڅو دخپل ورور مسلمان د عزت او ناموس خیال وساتى، له سپکاوى يې ځان وژغوري، او په مرسته کې يې کوښښ وکړي، رسول ﷺ فرمايې:” الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ، وَلَا يُسْلِمُهُ، ومَنْ كَانَ فِي حَاجَةِ أَخِيهِ كَانَ اللهُ فِي حَاجَتِهِ, وَمَنْ فَرَّجَ عَنْ مُسْلِمٍ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ الدُّنْيَا، فَرَّجَ اللهُ عَنْهُ كُرْبَةً مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ”(2 ).

ژباړه: يو مسلمان دبل مسلمان ورور دي ظلم به پرې نکوي، چاته به يې نه تسليموى، څوک چې د خپل ورور مسلمان کومک او مرسته کې وي الله جل جلاله به دهغه په مرسته او کومک کې وي، چاچې له يو مسلمان څخه ددنيا له تکليفونو کوم تکليف ليرې کړ، الله جل جلاله به ترې دقيامت له سختيو څخه سختى لیرې کړي.

همدا راﺯ مسلمانانو ته يې دمالى او تجارتى کړنلارې اصول واضح کړي، راوا او ناروا تړونونه يې ورته بيان کړي، پيرل او پلورل يې ورته روا کړي اوسود يې پرى حرام کړي، دوى ته يې لوظونو او ژمنو دپوره والى او امانت د ادا کولو امر کړي، الله جل جلاله د سود په اړه فرمایې:((الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لَا يَقُومُونَ إِلَّا كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَنْ جَاءَهُ مَوْعِظَةٌ مِنْ رَبِّهِ فَانْتَهَى فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللَّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ)). البقرة:۲۷۵.

ژباړه: کوم خلک چې سود خوری، دهغوی حال به د هغه چا غوندی وی چې پیریانو نیولی وي، دا ځکه دوی وایې: تجارت خو هم لکه د سود غوندی دی،په داسی حال کې چې الله تجارت روا او سود یې ناروا کړیدي، چا ته چې د هغه د رب له لوری دا نصیحت ورسیدی او په راتلونکی کې یې د سود له خوړلو ډډه وکړه، نو څه چې یې مخکی خوړلی دهغه معامله یې له الله سره ده، او څوک چې له دی حکم څخه وروسته بیا هم داسی کار کوي، نو هغوی دوذخیان دي، تل به په کې اوسیږی.

په خرڅولو او اخستلو کې ورته د ريښتنولى امر کړي، له دوکى، چل، فريب او ګډوډى يې منع کړي.

دوى ته يې له خوراک او څښاک څخه حلال او حرام بيان کړي، ټول پاک شيان يې ورته حلال کړي، ترڅو داسراف اوبى ځايه مصرف پرته خوراک څښاک وکړي، په دوى باندې يې مړ شوى مال، دخنزير غوښه، نشه يې توکې اوټول هغه شيان حرام کړي چې دانسان صحت ته خطر او زیان وي.

مٶمنان يې لوړو اخلاقو او ښه خويونو خپلولو ته رابللى، په ريښتيا ويلو، اخلاص، نيکى، غوره رویي، عدالت، مخ اړونه، صبر، سخا، او دنورو په عزت ساتنه يې ورته امر کړي، له ناوړه خويونو يې منع کړى لکه: غيبت، چغلى، ملنډى وهل، ټوکى کول او پر مسلمانانو بد ګمانى کول.

دبی حیایۍ ټولې لويې او وړى چارې او هغی ته درسیدو لارې یې حرامى کړي، زنا او زنا ته د نږدیوالی اسباب یې حرام کړي، لکه: د پردیو ښځو سره ځانلوالی، له محرم پرته سفر کول، نامشروعه جنسی اړیکې ساتل، همدا شان یې غلا، وژنه، زیاتی، دخلکو په مال وینه او ناموس تیری حرام ګرځولي الله جل جلاله فرمايې: (( قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ)). الأعراف ۳۳.

 

ژباړه: ای محمده صلی الله علیه وسلم دوی ته ووایه: زما رب د بی حیایی چاری حرام کړي، که ښکاره وی او که پټی.

هغه چاته چې د جرمونو لار نیسی، ټاکلى حدود او محرمات ماتوی شرعی سزاوی ټاکلی، ترڅو د ښکیلو لپاره مخنیوی او د وروسته پاتو لپاره عبرت شي، په قصدی او ناروا وژنه کې يې قصاص روا کړي الله رب العزت دقصاص په اړه وایې: ((وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاأُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ)). القره: ۱۷۹.

ژباړه: هوښیارانو: ستاسی لپاره په قصاص کې ژوند دي، ښایی تاسی وویریږی.

د زنا حد یې ټاکلی چې د واده شوی لپاره سنګسار او د ناواده شوی لپاره دری وهل دي سره له جلا وطنی، همدا راز د غلا، تهمت، شراب څښلو، بغاوت، او لاری شکولو لپاره يې حدود ټاکلی.

د حقوقو په پوره والی کې يې د عدالت او انصاف لارښوونه کړي، باید د حق څښتن ته خپل حق وسپارل شي، په قضاء او پريکړه کې يې له ظلم، د خپلولی او نورو لاملونو لامله یو لورته له میلانه منع کړي، الله جل جلاله فرمایې: ((يَادَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ)).ص: ۲۶.

ژباړه: ای داوده: مونږ ته په ځمکه کې خلیفه ګرځولی یی، له دی کبله د خلکو په مینځ کې په حقه حکم وکړه او د نفسی غوښتنی پیروی مه کوه چې هغه به تا د الله له لاری واړوی، کوم کسان چې د الله له لاری څخه بی لاری کیږی، په یقینی ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چې د حساب ورځ یې هیره کړی ده.

دوی ته يې واضح کړي چې د مسلمانانو ترمنځ به دوستی او ا ړيکې( ولا‌ء) د اسلامی عقیدی پر بنسټ وي، نه د وطن، قوميت، وينى او رنګ پر اساس.

مسلمانانو ته يې پر رعیت د حاکم حقوق بیان کړ ي، چې په امر او نهی کې دحاکم پیروی واجب ده ترڅو چي يې ورته په ګناه امر نوی کړي او له نیکی یې نوی منع کړي. د حاکم په نه مخالفت یې تیزی ورکړي، او لارښوونه يې ورته کړي چې په هغه چارو کې د حاکم ترڅنګ ودریږی چې د اسلامی امت ګټې او لاسته راوړنې خوندي کوي.

حاکم ته یې د خپل رعیت په اړه دعدالت، ورته دهوسا ژوند په برابرولو، نرمی، شفقت، ترمنځ یې د عدالت په پلى کولو، د نه ظلم او يو لور ته په نه میلان تیزی ورکړي.

مسلمانان یې یووالی، يو موټيتوب او د يو بل مرستی ته رابللی، له جنجال او اختلاف څخه یې ویرولی. او د یوځای کیدو امر يې ورته کړي، الله عزوجل فرمایې: (( وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا)).‌‌‌‌آل عمران: ۱۰۳.

ژباړه: ټول يو ځای شی د الله رسی کلکه ونیسۍ او تیت و پرک کیږی مه.

بل ځای فرمایې: (( وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ)).الأنفال:۴۶.

ژباړه: او په خپلو منځو کې شخړه مه کوي، که نه نو په تاسو کې به کمزوری پیدا شی او د مقاومت توان به مو لاړ شی.

مسلمانانو ته يې د ژوند په ټولو فردی او ټولنیزو چارو کې شرعیت د پلی کولو امر کړي، تر څو د اسلامی امت ژوند د شریعت په ټاکل شويو احکامو، جوړشویو قواعدو، معلوم شویو حدودو، په رابلل شویو اخلاقو او فضیلتونو باندی محکوم (تړلی) وي.

دوی يې د اسلامې امت علمی، اقتصادی، زراعتی، اوصنعتی خوځښت ته رابللی، د ټولو هغه اسبابو د استعمال لارښوونه يې ورته کړي چې په هغی کې وده پرمختک او ترقی وي، تر هغی چی د اسلامی اصولو سره په ټکر کې نوي.

اسلام د الله جل جلاله له لورى غوره شوى دین دي، د ژوند بشپړه تګلاره ده، چې بشریت دسعادت، مادياتو او روح ترمنځ د توازن، د عقل او وحی ترمنځ، دپوهی او دین ترمنځ، دعقیدی او شریعت ترمنځ، د عبادت اقتصاد او اخلاقو ترمنځ، د دنیا او اخرت ترمنځ د ربط او یووالی لپاره راغلی دي، الله رب العزت وایې: ((وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا)).القصص:۷۷.

ژباړه: په هغه څه کې چې الله جل جلاله تاته درکړی د خپل وروستني کور لټون وکړه، له دنيا څخه خپله برخه مه هيروه.

ويناوال: عبد العزيز بن عبد الله آل شيخ

مأخـــــــــذونه:

____________________

( 1) امام مسلم روایت کړي :(۴/۱۹۹۹)ح۶۵(۲۵۸۵).

(2 ) امام بخاري روایت کړي:(۱/۱۱۲۶)،ح(۲۴۴۱)، امام مسلم هم روایت کړي:(۴/۱۹۹۶)،ح۸۵(۲۵۸۰).