د دې منشور هدف د کار په ځای کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د کاري او جنسي تبعیض او د هغوی د ځورونې مخنیوی دی.
د ښځینه ژورنالېستانو د یوې ادارې مشرې فریدې نېکزاد خبریالانو ته ویلي، چې دا به په رسنیو کې ښځو ته د مصئون کاري چاپېریال په برابرولو کې مرسته وکړي.