په بلخ ولایت کې وسله واله نښته روانه ده

د بلخ د امنیه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع د ځواکونو او د ۸۸۸ قطعې پولیسو ترمنځ پیل شوې.

په بلخ کې د نوي امنیه قوماندان له ټاکلو سره د دې ولایت د پخواني والي عطا محمد نور له مخالفت وروسته د مزارشریف ښار وضعیت ترینګلی  شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوی امنیه قوماندان عبدالرقیب مبارز د دې ولایت د خاصو ځواکونو په قطعه کې دی.

امنیه قومانداني د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوې او د بلخ برطرفه شوي قوماندان اکرم سامع امر کړی، چې دوکانونه او مارکیټونه دې بند وي.

په همدې حال کې د بلخ پخواني والي او د جمعیت ګوند اجرائیه رئيس عطا محمد نور د فېسبوک له لارې له دولتي مامورینو غوښتي چې کارونو ته حاضر نه‌ شي.