په بلخ کې د البرز عملیاتو په ترڅ کې لسګونه طالبان وژل شوي

په شمال زون کې د شاهین قول اردو چارواکو رسنیوته وویل، چې د البرز ۱۱ پوځي عملیاتو په ترځ کې چې له یوې نیمې اوونۍ راهیسې د بلخ ولایت په چتمال ولسوالۍ کې دوام لري، ۴۵ طالب وسله وال وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپیان شوي او په خبره یې چې لسګونه میله وسلې او د طالبانو نقلیه وسایط د افغان امنیتي ځواکونو منګلو ته ورغلي دي.

د شاهین قول اردو د مطبوعاتي دفتر مشر نصرت الله جمشیدي رسنیو وویل چې اته وسله وال طالبان یې د تخریبي فعالیتونو په تور د چمتال ولسوالۍ په البرز سیمه کې نیولي او د ملي امنیت ادارې ته یې سپارلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې دې ولسوالۍ کې به عملیات تر هغه دوام وکړي، ترڅو چې دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو له شتونه پاکه شوي نه وي.

خو وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.