په بلخ کې د ملي اردو یوه هلیکوپټره لوېدلې ده

په بلخ ولایت کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نظامي چارواکي وایي، چې د ملي اردو یوه ایم ای ۱۷ ډوله هلیکوپټره د سې شنبې په ورځ ماذیګر ناوخته د تخنیکي ستونزې له کبله نسکوره شوې.

د بلخ امنیتي چارواکي په پېښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وایي، خو د بلخ  ولایتي شورا ویلي چې په دې پېښه کې د پیلوټ په ګډون ۷ د ملي ځواکونو ۷کومانډویان وژل شوي دي.