کورنیو چارو وزارت وايي، تېر سهار د تخار ولایت د رستاق په ولسوالۍ کې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې ځان پورې تړلو چاودیدونکو ته د یادې ولسوالۍ په بازار کې چاودنه ورکړي، هدف ته له رسیدو وړاندې پولیسو پيژندلی او وژلی یې دی.
تر دا مهال د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.