په ناسته کار کولو سره یو شمېر ناروغۍ رامنځته کیږي

د طب متخصصینو په دفترونو کې کار کونکو او زیات وخت کمپیوټر استعمالوونکو ته خبرداری ورکړی چې که دوی روغتیا غواړي په ناسته کار کول دې پریږدي.

د آج ورځپاڼې په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د ډاکټرانو لخوا هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی کوم چې په مسلسل ډول په ناسته کار ترسره کوي، دوی زیاته کړې، که چیرې تاسې روغ، صحمتند او د یو شمېر ناروغیو څخه ځان ساتل غواړئ، په ناسته کار کول پریږدئ.

ورځپاڼه زیاتوي چې د ډیر وخت لپاره په ناسته کار کول انسان کې د چاغوالي ناروغي پیدا کوي، او په بدن کې یې موجود کیلوریز نه كمیږي، چې له کبله یې انسان له یو شمېر ناروغیو سره مخ کیږي.

که کوم کس د چاغوالي ناروغي لري (چاغ وي) او غواړي خپل وزن کم کړي نو دفتري کار دې زیاتره وخت په ولاړه ترسره کوي، ځکه چې په ولاړه کار کولو سره په یوه دقیقه کې په بدن کې 0.15 سلنه کیلوریز ختمیږي، په بدن کې د کیلوریز په لوړوالي سره انسان د زړه حملې او شکرې ناروغۍ تر څنګ له یو شمېر نورو ناروغیو ګواښ سره مخ کیږي، له همدې امله پکار ده چې دفتري یا بل د زیات وخت ناستې کار په ولاړه وکړل شي.

که یو کس 65 یا 70 کیلو وزن لري او غواړي خپل وزن نور هم کم کړي نو ددغې لارې په واسطه کولای شي په کال کې 2.5 کیلو وزن کم کړي، او تر څنګ یې باید په روزمره خوراک کې هم محتاط اووسي.

د ولاړې کار کولو نورې ډیرې ګټې هم شته، چې په دې سره د انسان د فهم او ادراک ماده چټکه کیږي، او انسان کولای شي د هرې ستونزې حل په اسانۍ سره راوباسي.

همدا ډول ډاکټران زیاتوي چې که څه هم په عام ډول انسان ټول وخت په ولاړه کار نشي ترسره کولای نو پکار داسې ده چې هر لږ وخت وروسته دې ودریږي او بدن ته دې د څو قدم په اخیستلو حرکت ورکړي.

کاپي ………