له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ، افغان ځواکونو د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د هوایې بریدونو پر مهال ۵ وسلوال طالبان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
په ورته مهال خبرپاڼه زیاتوې په موسی کلا ولسوالۍ کې څلور وسلوال طالبان د هوایې بریدونو پر مهال وژل شوې او اوه نور ټپیان شوې دي.
د هوایې بریدونو پر مهال د وسلوالو طالبانو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوې دي.
د دولت وسلوالو مخالفینو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خبریال صفت الله محبت