په چاپیریال باندي د جنګ اغیزي

لیکنه: انجینر تهذیب الله مهذب

جنګ یو لرغوني پدیده ده چې د تاریخ په اوږدو کې یې د بشرې ټولنې پام ځان ته ورګرځولی، تاریخ یې دانسان له پیدایښت سره سم د قابیل د ورور په وژنه پیل شو، داچې په دنیا کې دې هیڅ جنګ او جګړه نه وې شوي داسې کوه سیمه نشته او که وي هم ډیرې به کمې وي.

د ارواپوهنې له نظره انسان هیڅ جګړه په شعوري ډول نه ترسره کوي او وایې چې په جګړه ییزو پریکړو کې معمولاً د پیچلې بیولوژیکې او عاطفي تحریکونه،لا شعوري ځورونې،پټې ویري،او داسې نور شته چې سرچینه ترې اخلي،او په یر غلیزو پیښو کې د ارواپوهنې نظر دادی چې ځینې غوټي(عقدي)د یادو حملو او تیریو لامل ګرځي په دې اړوند به نور لاملونه هم خپل مهم تاثیرات لري.

جنګ د پوهانو په اند سازمان شوې،مسلحانه او د یوې اوږدې مودې لپاره شخړې ته وایې چې،ددولتونو،ملتونو یا ډلو ترمنځ رامنځته کیږي او له تاوتریخوالي اړو دوړ،مادې زیانونو،مرګ ژوبلې،جسمي او رواني ناروغیو سره مل وي.

جنګ داسې عملیه ده چې د بشري ټولنې د تباهۍ او بدبختۍ سبب ګرځي،هره جګړه تر هرڅه د مخه د جګړیز هیواد د ولس فکر،ذهن،عقاید،فرهنګ او کلتور،اقتصاد،انکشاف،تعلیم،ټولنیز عدالت او په ټوله کې انسانې ارزښتونه ځپي.

څه کم څلور لسیزې کیږي چې زموږ په ګران هیواد افغانستان کې نا اعلان شوې جګړه روانه ده،د معلوماتو لمخې څه د پاسه شل بیلابیلې وسله والې ډلې په بیلابیلو نومونو او هدفونو لګیا دي.

په ملیونو افغانانو پکې خپل ژوند د لاسه ورکړو،معیوب شول،کورونه یې وران شول،کر کیله یې پریښوده،شنې ساحې پکې لمنځه لاړې،مهاجر شول او پاتې نور افغانان په روحي ناروغي مبتلا شول.

د جنګ په سبب وطن ورانیږې،او.کله چې وطن وران شي بې امنیتې او بې اتفاقي پیداکیږي،او همدارنګه روغتونونه،مکتبونه او نور ټولنیز تاسیسات لمنځه ځي چې د دغو شیانو په لمنځه تګ په انسانانو او چاپیریال باندې بدې اغیزي کوي.

په عمومې ډول دوه ډوله تاثیرات موږ وینو یو د جنګ مستقیم اغیز دی او بل غیر مسقیم اغیز دی چې د انسانانو په صحت او چاپیریال باندې اغیز کوي،مسقیم اغیز دا دی چې وګړي یا افراد جسماً متاثره کیږې او د خپل وجود غړې له لاسه ورکوي.

او غیر مستقیم اغیز دا دی چې د جنګ پواسطه د ټولنې وګړي لمنځه ځې او د راتلونکې نسلونو په صحت باندې بده اغیزه کوي.

د جنګ پواسطه زراعتې ځمکې،مکتبونه،روغتونونه او نور تاسیسات لمنځه ځې چې ټولې بدې اغیزي په چاپیریال او ولسې خلکو باندې پریباسي،یعنې ډیرو بد مرغیو سره مخامخ کیږي او همدارنګه زراعت د وګړو په ژوند کې له دوه پلوه اغیزه لري.

اول:د زراعت په نشتوالې سره وګړې د غذایې موادو دکمبود سره مخامخ کیږي.

دوهم:څرنګه چې شنه نباتات د هوا دتصفیې لپاره طبعي کارخانې دي او د چاپیریال په پاکوالې کې مهم رول لري،بل نباتات د ژوندیو موجوداتو لپاره اکسیجن تیاروي،او هم په کوم ځای کې چې نباتات زیات وي نو په همغه ځای کې اکسیجن زیات او د وګړو صحت په تندرسته وي.

نو معلومه شوه چې د جنګ پواسطه د زراعت لمنځه وړل چاپیریال ته زیات زیانونه اړوي او همدارنګه جنګ او جګړه یو لړ اقتصادي،اجتماعي،اخلاقي او نورې ستونزې رامنځته کوي چې دا ټولې ستونزې د انسانانو په صحت او چاپیریال باندې مضیره تمامیږي.

د بیلګې په ډول:د جنګ او جګړو له امله په ټولنه کې اقتصادې ستونزې رامنځته کیږې او ددې پواسطه په ټولنه کې بیکاري راپیداکیږي او هر انسان دخپلې بې روزګارۍ له امله روانې او اعصابي تکلیفونو سره مخامخ کیږي او دا دجنګ او جګړي هغه ستونزي او اغیزي دې چې مستقیماً د انسان په صحت او چاپیریال باندې بد تاثیر لري.

بل همدارنګه په کوم هیواد کې چې جنګ او جګړي وي د همغې هیواد ملې شتمني د غیري قانوني لارو لمنځه ځي لکه د ځنکلونو وهل،د کانونو استخراج او همدا شان د مرغانو او حیواناتو ښکار او داسې نور.

دا ټول هغه څه دې چې د جنګ له امله بد تاثیرات په چاپیریال غورځوي،د جنګ ځپلې هیواد خلک یواځي او يواځي د خپل ژوند او د سرساتنې په فکر کې وي او د چاپیریال غم ورسره نه وي.

نو په اخره کې موږ ټولو مسلمانانو ته پکار دې چې د خپل صحت او پاک چاپیریال خیال وساتو،او زموږ صحت او چاپیریال به هغه وخت بې ضرره وي چې په وطن کې جنګ نه وي.

نو راځۍ چې سره یو شو او دخپل هیواد په ابادولو کې کوټلې ګامونه واخلو،د اسلام او وطن دښمنانو ته اجازه ورنکړو چې زموږ هیواد د شومو اهدافو لپاره وران کړي او چاپیریال مو ضررمند کړي.