په کابل کې دد امریکا سفیر وايي د سولې خبرې په طالبانو پورې اړه لري

سفیر جان بس وایي په افغانستان کې د تلپاتي سولې او ثبات په اړه د متحدو ایالاتو موقف دا دی چې یوازې د خبرو اترو له لارې دایمي سوله ټینگیدلی شي.

ښاغلي بس د امریکا غږ سره په یوې ځانگړې مرکې کې وویل چې د سولې وړاندېز شوی دی، خو ددې معنی دا نه ده چې “موږ طالبانو ته میدان پریږدو او یا د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ نکوو”.

سفیر بس زیاته کړه چې عمومي “پالیسي ډېره واضح ده او هغه د افغان حکومت او د افغان ولس ملاتړ کول دي، د خبرو د وړاندېز تر څنگ به نظامي فشار هم اچوي.

جان بس د پاکستان په اړه وویل چې یوه اندازه گامونه یې اخیستي دي، خو باید د طالبانو په شمول د هغو ټولو ترهگرو ډلو په اړه داسې گامونه واخلي چې په افغانستان کې یې پایلې محسوسې شي.

پاکستان باید هغه څه وکړي چې دوی یې غوښتنه کوي.)

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ملګرو ملتونو،اروپايي ټولنې،چین او روسیې هم طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې له وړاندیزه ملاتړ کړی.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه د سولې وړاندیز ته کوم ځواب نه دی ویلی،خو باور دا کیږي چې ښايي په پاکستان د امریکا تر فشارونو وروسته دغه ډله هم فشار لاندې وي.

جمشید ملکزی