په کابل کې ماین چاودنې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولي

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل ښار د شپږمې ناحیې په مربوطاتو کې د ټاکنو د نوم لیکنې یوه مرکز خوله کې شوې ده.

که څه هم د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې دغه پېښه تائید کړي خو د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.

بل پلو په سیمه کې یو شیمر ځایې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په چاودنه کې څلور تنه وژل شوې او پنځلس نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې  د چاودني مسولیت کومي دولت ضد وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.