په کاناډا کې په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

تېره ورځ د دغه هېواد په ټورنټو ښار کې یو کس په هغه خلکو چې پیاده روان وو، موټر خیژولی دی. په دغه پیښه کې لس تنه وژل شوي او ١۵ تنه زخميان دي چې په کې د ځینو کسانو حالت جدي دی.

پولیس وایي چې مشکوک کس یې نیولی دی او تحقیقات یې پیل کړي خو په دی اړه څه نه دي ويلي چې دغه کس دا کار ولې کړی دی

عیني شاهدانو ویلي چې دوی يو موټروان ولیده چې په قصدي ډول یې په پیاده کسانو موټر وخیژاوه.

د ټورانټو د پولیسو مشر پیټر یوین یوې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې دا به یوه اوږده تحقیقاتي پروسه وي.

داسې ویل کیږي چې دا پیښه د ټورنټو په نژدې تاریخ کې یوه بیسارې پېښه ده.