په کندز ولایت کې د کومانډو ځواکونو په خاصو عملیاتو کې چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې تر سره شوي ۲۵ وسله وال وژل شوي ۱۵ ټپیان شوي دي.
د کومانډو ځواکونو په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو خاصو عملیاتو کې دغه راز د وسله والو ۸۵ مرکزونه او ستراتیژیکې سیمې هم په بمونو الوځول شوي او د دوی هغه تونل چې په جګړه کې به یې ور څخه کار اخیست هم تخریب شوی دی.
سرچینې ویلي چې د کندز اقتاش ولسوالۍ عملیاتو کې د وسله والو درې مهم قومندانان چې نومونه یې عبدالمالک،عمران خان او غازي مجاهد ښودل شوي په وژل شوو کې شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې په تر سره شوو عملیاتو کې یوه اندازه درنه او سپکه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاسو ته ورغلې ده.
د کومانډو ځواکونو دویم کنډک منسوبینو ویلي چې د یادې ولسوالۍ ګڼې سیمې له دښمن څخه پاکې شوي او د جګړې پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
جمشید ملکزی