د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې او په وژل شویو کسانو کې يو تن د ماین جوړونې انجنیر هم شامل دی.
په دغه ماین چادونه کې د دې ډلې درې غړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د يوبل خبر له مخې په همدې میوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په يو تراکتور باندې د سړک د غاړې ماین چاودنه کې درې تنه وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائیدوي او وايي چې ټپيان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي وويل چې دغه ماين تازه د وسله والو مخالفينو له خوا پر عمومي لاره ځاى پر ځاى شوى و.
وسله والو طالبانو د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.