په کندهار کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته کې دطالبانو په ګډون لس تنه  پاکستاني ملېشه وژل شوې او ګڼ شمیرنوریې ټپیان دي.

کندهار کې امنیتي مسوولین وايي، جګړه تېره ورځ مازیګر مهال د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سرو څاهانو سیمه کې هغه مهال شوېده  کله چې سیمه کې افغان سرحدي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات کول.

امنیتي سرچینو ویلي، دوی د عملیاتو پر مهال د پاکستاني ملېشو او طالبانو له مقاومت سر مخ شول، چې د طالبانو په ګډون لس تنه ملېشه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

یوې بلې امنیتي سرچینې ويلي، د یادو افغان سرحدي سرتېرو مرستې ته پر لارې مرستندویه افغان ځواکونو باندې چاودنه شوې چې له امله یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.