په کندهار کې د نشه يي توکو د کاربار په تور څلور کسان نيول شوي

د نيول شویو کسانو له ډلي دوو يې په خپلو نسونو کې له دوه کيلو ګرامه څخه زیات هيروئین ځای پر ځای کړي وو او غوښتل، چې هند ته یې قاچاق کړي، چې د کندهار په هوايي ډګر کې د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دوه نور کسان بيا د کندهار په ښوراندام سيمه کې د نشه يي توکو د کاربار پرمهال له دوه کيلو ګرامه نشه یي توکو سره يوځای نيول شوي دي.