ولایتي چارواکي وايي، چې پولیسو یاد دوه تنه کمیشنکاران هر یو عبدالکريم کوچی او انصارالله پاکستان قونسلګرۍ ته څېرمه په یوه چای خانه کې د اتلس جلده پاسپورټونو، ٢٨ جلده د پاکستاني ويزو فورمو، ٢١ جلده اصلي تذكرو، ٢٨ جلده د تذکرو کاپيو، ٣٢٩٠٠٠ كلدارو ، ١١٥٠٠ افغانیو، او يو پايه ليپټاپ کمپيوټر سره نیولي دي.
د چارواکو په وینا له نیول شویو دا مهال څېړنې روانې دي.