ځانمرګي بریدګر لپاره له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ ونیول شو

د ننګرهار د ملي امنیت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د خوګیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ځانمرګي برید لپاره چمتو شوی له چاودیدونکو توکو ډک واسکټ امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

خپرپاڼه زیاتوي، چې یاد واسکټ د وسله والو طالبانو په یو پټنځای کې له نیول کیدو وروسته امنیتي ځواکونو چاودنه ورکړې او له منځه یې وړی دی.