ځانګړو ځواکونو په سره رود ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان وژلي دي

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د سره رود ولسوالۍ اړوند چمتلې سیمه کې عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه له وسله والو طالبانو سره د اړیکو په تور ژوندي نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا د عملیاتو پر مهال د ځانګړو ځواکونو لاسته دوه میله کلاشینکوفونه، څلور شاژورونه، یو تومانچه، یوه پرتله او یوه ایکم مخابره هم لاسته روغلې ده.

وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.