ځان ښودنه

ليکوال: حمیدالله حمیدي

تېره اونۍ مې په یوه سمینار کې یوه پخوانی دوست ولید رانه وې پوښتل چې ځینې خلک ځانښودنه کوي آیا دا کومه رواني ستونزه ده، ما ویل هو خو ځانښوده په ټولیزه توګه عادي کړنه نه ده خو د ځانښودنې تشخیص یې باید په مسلکي ډول وشي همدا انګېزه سبب شوه چې په دې اړوند ځېنې مسایل تاسو سره شریک کړم.

موږ تاسو ټولو کله ناکله په خپل چاپېریال کې ځینې داسې کسان لیدلي، چې له ځانښودنې سره علاقه لري. په عمومي توګه که وګورو ځانغوښتونکي معمولا ډېر ساړه او د ستاینې وړ برېښي خو حقیقت بل څه دی. له اروايي اړخه په ټوله کې ځانښودنه د امن او ډاډ احساس د نه شتون مسالې ته اشاره وکړو.

انسانان په خپل فطرت کې دښایست لیواله دي او له بدو اوخرابو کارونو څخه لري ګرځي . ټول افراد ښو کارونو ته میل او ارزو لري او دا د دوی یوه ذاتي ښيګڼه ده او خدای د برکت هم په کې واچوي خو خبره دلته ده چې ځينې هڅه کوي چې دا خپلې ښیګنې یا ښکلاوې په خلکو ور وتپي کله چې خبره دې ځای ته رارسېږي نو موږ لږ د غیر عادي کړنې په سترګه ورته ګورو او یو څه مو بوخت ساتي چې په کریکتر یې فکر او څېړنه وکړو.

ځانښودونکي څنګه وپېژنو؟

هره اروايي ستونزه خپل تعریف او پېژندنه لري او د ځان ښودنې په اړه هم ارواپوهان وايي چې دوی اصلأ خپله هم پوهېږې چې دا ښه کار نه دی چې ځان وښیو خو د هغه اختلال او اروايي ګډوډي له امله چې ورسره مخ دي دا کړنې ترې ترسره کېږي د بیلګې په ډول د بدو احساس کوي او ځان کم بولي، رنګ یې ډېر ځله زېړ وي او ویروونکی حالت لري، د مسوولیتونو په اجرا کې د لټۍ او ټمبلۍ احساس کوي، ټولنیز کارونه يې ډېر کمزوري وي، په دوامداره توګه اضطراب لري، مخالف جنس سره سخته ډېره علاقه ښیي، د خپل بدن اعضا خوند ورکوي، بدني روزنې ورزش سره ډېره علاقه لري، خپل بدن ډېر ځله د خلکو د پاملرنې د جلب لپاره ښکاروي، بربنډو فلمونو او د ورزش کارانو لوڅو اندامونو سره علاقه لری، له خپلوانو څخه بد وړي او ښه یې نه ترې راځي، منفي کارونو ته لاس اچوي او ځان ښودنه کوي، شک او بد ګماني هم لري او په ټوله کې یو په خوشې خوشې کارونو مصروف انسان وي.

ولې په ځانښودنه اخته کېږو؟

دا مسله او د دې مسلې لاملونه بې شمېره دي او ډېر لاملونه یې سبب کيدی شي خو هغه څه چې ډېر د پام وړ دي هغه زده کړه یا په ټوله کې ووایم لوست دی، موقعیت او ځایونه هم خپلې اغېزې لري خو نه د زده کړې په کچه د ضعیف شخصیت لرل، د نورو ځورول، ښایست او ښکلا، واده او د هغه اړوندې ستونزې، ښایست غوښتنه او د حیا او دعزت نفس ټیټ والی، د کورنۍ ستونزې، په ټولنه کې د قانون نه پلي کیدنه، بې ځایه کارونه او لوبې، د ماشومتوب ستونزې او خرابه تېریدنه، د مور او پلار نه پاملرنه، خلکو ته د لیوالتیا درلودل او دا سې نورې انګېزې او لاملونه کله ناکله د انسان د ځان ښوودنې لامل ګرځي.

ځانښودنه اخر موږ سره څه کوي؟

دا ستونزه که په خپل وخت درملنه نشي او ستونزمن کس مشوره وانه خلي او په خپل وخت يې مخه ونه نیول شي کیدای شي په راتلونکې کې فرد له بېلابیلو ستونزو سره مخ کړي د بېلګې په ډول دا کس به په راتلونکې هر بل کس ته د شهوت جنسي غرېزې له سترګو ګوري، خپل عزت او نوم به یې له منځه لاړ شي، بدو او فاسدو کارونو ته به لاس يوسي، هر څه به له خپلې ښځې، معشوقې او … څخه قربانوي او د عمر ډېره برخه به یې په همدې ستونزو او کارونو تېره شي، تل به د ناوړه کړوړو په تمه وي، تل به پښیمانه وي خو په عمل کې به هر څه بیا بیا تر سره کوي، د خودکشۍ او د ټول عمر لپاره د مجردۍ ګواښ هم شته دې ته ورته نورې ستونزې هم ورته پيدا کیدونکي دي.

څنګه کولی شو له ځانښودنې څخه خلاص شو؟

ځان ښوودنه یوه ستونزه ده او دا باید ناروغ او ستونزمن کس ومني چې ستونزه لري بله دا چې انسان دا خوښوي او خپل استعداد او وړتیاوي هم باید وارزوي ، دا کار ښه دی خو د نورو خلکو هېرول او له پښو لاندې کول ناوړه کړنه ده او اخلاقي اړخ نه لري، انسان باید دا ومني چې ځان ښوودنه یوه منفي کړنه ده او باید ځان ترې خلاص کړي او خپل فکر له منفي لوري مثبت لوري ته واړوي او بله خبره دا چې ځان ښوودنه له دیني اړخه هم مردوده بلل شوې او ریا ورته ویل کېږي چې بده کړنه ده او ګناه بلل شوې دا کړنې او مشورې په عمومي ډول خلکو ته ښې دي خو که دا ستونزه کوم کس په خپل ځان کې احساس کړه تر ټولو ښه درملنه یې اروايي مشوره ده باید ارواپوه سره مشوره وکړي او ورشي.

شرف الدین عظمي