ځايې اوسېدونکي: د پکتیکاـ غزني پر لاره هدفي وژنې ډيرې شوې دي

 

د پکتیکا او غزني لاره نا امنه شوې او هره ورځ خلک په کې وژل کیږي.

تیره ورځ په کابل کې د پکتیکا یو شمیر ځوانانو، وکیلانو او مخورو د یوې غونډې په ترڅ کې پر حکومت د غزني او مرکز ښرنې د لارېامنیت د ټېنګښت غږ وکړ. په دې ناسته کې پکتیکاوالو د غزني او پکتیکا امنیتي چارواکي تورن کړل، چې د دغې لارې د امنیت خوندیتوب لپاره هیڅ اقدام نه کوي او هره ورځ وسله وال په دې لاره خلک په بې رحمانه ډول وژني. د ناستې ګډون والو له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د یادو ولایتونو پوځي مسئولین دې له دندو ګوښه او د پکتیکاـ غزني د لارې امنیت دې خوندي شي. یاده غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي، چې تېره اونۍ له غزني څخه ښرنې ته پر لاره یو قومي مشر د وسله والو له لوري وژل شوی و.