ځينې ټکي په احتياط استعمال غواړي

کله ځينې افغانان وروڼه او خویندې خبرې کوي، دوی ته چې څه په خوله ورځي، هغه وایي،او د دې غم ورسره نه وي چې دغه خبرې به پر چا ښې،او یا بدې ولګېږي؛ نو ټولو ته او بیا په خاصه توګه افغانانو وروڼو او خویندو ته لازمه ده چې په خپلو خبرو کې د ځينو ټکيو له استعمال سره ډېر احتیاط وکړي. که نه کېدای شي چې د بې‌انصافي او ژور پټ خپګان سبب وګرځي.

په هره ټولنه کې ښه و بد خلک شته او د دې ښه نږدې مثال د یوه لاس ګوتې او د یوه پلار و مور اولادونه دي. له ټولو افغانانو وروڼو او خویندو په ډېر درناوي هیله ده چې د دغو لاندې ټکيو د کارولو په وخت کې له ډېر احتیاطه کار واخلي؛

۱. “ټول”

ټول کلمه يانې ٪۱۰۰، که څوک ووايي چې د افغانستان په اوسني حکومت کې ټول مسلکي غله او خاينان برخه لري، دا خبره به صحیح نه وي، ځکه چې کېدای شي ښه پاک، صادق او پر اسلام او وطن ميين خلک په دغه حکومت کې برخه ولري، مګر هر کله چې د “ټول” کلمه وکارول شي، بیا ټول د ټول مانا ورکوي.

همدارنګه که یو څوک ووایي چې د افغانستان د اوسني پارلمان ټول غړي د پردیو ملکونو جاسوسان دي، دغه خبره به سمه نه وي، ځکه چې کېدای شي په اوسني پارلمان کې ښه پاک وکیلان چې پر اسلام او وطن ميين وي، هم وجود ولري.

که چېرې د “ټول” پر ځای د “ځينې” ټکی وکارول شي، ډېر به ښه او مناسب وي. يانې کېدای شي چې په رښتیا سره د افغانستان د اوسني پارلمان ځينې غړي د پردیو جاسوسان وي چې بیا د “ځينې” د ټکي په استعمالولو سره د پارلمان هغه پاک غړي له دغه تورلګونې مصوون پاتېدای شي.

۲. “هيڅوک”

د هيڅوک ټکی يانې سل سلنه. که چېرې څوک په خپلو خبرو کې ووایي چې په افغانستان کې هيڅوک پاک نه دي، دغه خبره بالکل غلطه ده، ځکه چې په افغانستان کې حتمي ښه پاک او صادق خلک شته. همدا شان که څوک ووایي چې په پلاني سیاسي ګوند کې هيڅوک د افغانستان په غم کې نه دي او ټول غړي یې شخصي ګټې تر ملي ګټو غوره ګڼي، دا خبره به د هغه ګوند په هکله ډېره بې‌انصافي وي، ځکه چې امکان لري د دې سیاسي ګوندځينې غړي ډېر وطن‌دوست وي؛ نو دلته همد “ځينې” کلمې استعمال ډېر مناسب ښکاري.

۳. “ځينې”

د ځينې ټکی په ډېرو ځایونو کې ډېر ښه مناسب ټکی دی او له دغه ټکي باید ډېر کار واخيستل شي. مثلاً که څوک ووایي چې د پارلمان ځينې غړي خپل ځانونه افغانان نه ګڼي، دلته هم هغه مطلب افاده کېږي چې پر ټولو يو رنګه حکم نه جاري کېږي.

۴. “زياتره”

دغه ټکی د یوه شي تر نیمایي د زیاتې مانا ورکوي. که څوک ووایي چې د پلاني سیاسي ګوند زیاتره غړي لوړې زده‌کړې لري، دا د دې مانا ورکوي چې د هغه ګوند تر نیمایي زیات غړي د لوړو زده‌کړو خاوندان دي.

د پام وړ ټکی

ټولو افغانانو او په خاصه توګه افغانو سیاستوالو ته لازمه او ضروري ده چې په خپلو ویناوو، مرکو او مطبوعاتي کنفرانسونو کې د ځينو ټکيو د استعمالولو په برخه کې ډېر جدي پام وکړي او هيچا ته دغه بهانه په لاس ور نه کړي چې د دوی له خبرو ناوړه ګټه پورته کړي او هغه یوې خوا او بلې خوا ته په خپله خوښه کږې کړي.

عبدالله وردک ـ انګلستان ـ سرخط